د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه

پنجره ورځپاڼه: په افغانستان کې د خوړو نړۍوال سازمان یا ډبلیو ایف پي مسؤل وايي، که دا سازمان خپله غوښتل شوې ۹۰ میلیونه ډالره بودیجه ژر تر لاسه نه کړي نو په راتلونکو میاشتو کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستې محروم شي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوالو پروګرام مسؤل هسیو وي لي رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، که دا سازمان ۹۰ میلیونه ډالره، خپله غوښتل شوې بودیجه ژر تر لاسه نه کړي نو په راتلونکو میاشتو کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستې محروم شي.

نوموړي، د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو اړتیاوې په افغانستان کې ډېرې شوې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام تر د وړاندې ویلي وو چې د مرستو د دوام لپاره دوی په بېړنۍ توګه د اپرېل تر میاشتې پورې ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې نږدې ۲۰ میلیونه کسان د ۲۰۲۲م کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخ دي چې د دوی له ډلې ۶ میلیونه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ظاهر څراغ

Back to top button