د خوړو نړۍواله اداره: افغانستان کې مو د ژمي لپاره چمتووالی نيولی

د خوړو نړۍوال پروګرام ادارې د يوه ټويټ پيغام په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې يې راروان ژمی د خلکو د لاسنیوي لپاره لازم او منظم چمتووالی نیولی دی.

دغه اداره وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره يې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي او په وينا یې، چې دا لړۍ به همداسې دوام ولري.

همداراز د خوړو نړۍوال پروګرام زياتوي، چې دوی يو ځل بيا ځينو سيمو کې اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيلوي.

دغې ادارې تر دې وړاندې په نړۍوالو بنسټونو غږ کړی و، چې افغانستان کې بشري وضعیت خراب لوري ته روان دی او له دوی سره دې د دغه ناورين په کابو کولو کې مرسته وکړي.

Back to top button