د خوړو نړۍوال سازمان: افغانستان کې د خوارځواګۍ کچه لوړه شوې

پنجره ورځپاڼه: د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ اندازه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

 دا څرګندونې د خوړو نړۍوالې ادارې ویاند فلیپ کراف په خپلو تازه څرګندونو کې کړي او ويلي دي، چې د ښځو پر کار بندیز د مرستو پر رسولو خورا ناوړه اغېز کړی او د دې لامل شوی، څو ډېر خلک د یو وخت ډوډۍ له خوړولو وروسته د بل وخت ډوډۍ موندنې په اړه فکر وکړي.

 د خوړو نړۍوال سازمان وايي، افغانستان کې په ژمي او د طالبانو د بندیزونو تر اعلانېدو مخکې یې د بشري مرستو وېش زیات کړ او په دې توګه یې ۱۵ ملیون افغاناننو ته مرستې ورسولې، خو په وينا يې لا هم ګڼ خلک له لوږې سره مخ دي.

Back to top button