نړۍوال بانک: د نړۍ اقتصاد په بې ساري توګه کښته شوی

نړۍوال بانک وايي، چې نړۍ له يو لوی انفلاسيون سره مخ کېدونکې ده.

نړۍوال بانک په خپل يو تازه راپور کې ويلي، چې د خوراکي او سون توکو د بیو لوړېدو له امله تر ۱۹۷۰م کال وروسته نړۍ له لوی انفلاسيون سره مخ کېدونکې ده.

نړۍوال بانک دا راپور داسې مهال خپروي، چې د کرونا وبا ناروغۍ او د‌ افغانستان په ګډون ګڼ هېوادونه د اوکراین له جګړې وروسته اقتصادي بحران سره مخ شوي؛ خو په افغانستان کې سياسي تحولاتو او د طالب سرپرست حکومت راتګ هم د دغه هېواد اقتصادي وضعيت لا پسې خراب کړی.

د نړیوال بانک راپور کې راغلي چې په اقتصادي رکود کې به وروسته پاتې هېوادونه ډېر زیانمن شي.

دغه راز د نړۍ‌وال بانک په راپور کې راځي، چې د نړۍ په دې اقتصادي بحران کې به غريب او وروسته پاتې هېوادونه ډېر زيانمن شي.

نړۍوال بانک همدارنګه ويلي، چې په تېرو ۸۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د نړۍ اقتصاد په بې ساري توګه راکښته کېږي.

Back to top button