نړۍوال بانک: افغانستان کې وړ توکي په سختۍ ترلاسه کېږي

پنجره ورځپاڼه: نړۍوال بانک د افغانستان په اړه يوه تازه سروې کړې او ویلي يې دي چې په دغه هېواد کې د ژوند شرایط سخت دي او دوه پر درې برخې خلک يې په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.

د نړۍوال په دې سروې کې راغلي چې دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم پکې شامل دي.

د نړۍوال بانک له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه سروې د روان ۲۰۲۲ کال جون او اګست میاشتو تر منځ موده کې بشپړه شوې او په افغانستان کې د نوي نظام له واکمنېدو وروسته د ژوند شرايطو ارزونه پکې شوې ده.

د دغه بانک په اعلامیه کې د دې ادارې دفتر مشره ملینډا ګوډ وايي، ډېری افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، او له همدې کبله باید د ط البانو سرپرسته اداره د معيشت، د خوړو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو د خونديتوب او دوام په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي. په اعلامیه کې دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي ، څو خصوصي سکتور ته لار هواره کړي چې خلکو او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار کولو په لټه کې دي کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Back to top button