نړۍوال بانک د افغانستان روغتيايي سکټور سره مرسته کوي

نړۍوال بانک د افغانستان روغتيايي سکټور د پرمختګ لپاره ۱۵۰ ميليونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

د طالب سرپرست حکومت د عامې روغتيا وزارت په خپاره شويو معلوماتو کې راغلي، چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د نړۍوال بانک او د دغه وزارت ترمنځ د جنیوا په غونډه کې د یوه تفاهم لیک پر اساس ۱۵۰ میلیونه ډالره د افغانستان روغتیايي سکټور ته ځانګړې کړې ده.

د يادونې ده، د طالب سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی، چې نړۍوال بانک د افغانستان روغتيايي برخې ته ۱۵۰ ميليونه ډالر مرسته ځانګړې کوي.

د عامې روغتيا وزارت وياند جاوېد هژير په خبره، د طالبانو واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې نړۍوال بانک افغانستان سره په دومره لويه کچه مرسته کوي.

نړۍوال بانک دا مرسته وروسته له هغې کوي، چې تر دې وړاندې ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د روغتيايي  سکټور د سقوط خبر ورکړی و.

Back to top button