«له کوره بهر، د ښځو کار کول په شریعت کې»
«له کوره بهر، د ښځو کار کول په شریعت کې»
ليکوال: د محمد انور اڅړ
په نړۍ کې د هر ساکښ لپاره اړینه ده چې د خپل ژوند د بقا په موخه کار او زیار وګالي، هر ژوندي مخلوق ته الله تعالی د هغه د خلقت او څرنګوالي په نظر کې نیولو سره وړ پوهه ورکړي ده تر څو د ځان او بچیانو د مړولو په موخه هڅې وکړي، دا ډول هڅې او کوښښ د هر ساکښ په فطرت کې نغښتي دي چې یوه بېلګه یې داسې ده: که یوې (کوړکې) چرګې ته د پتکې (مرغ آبي) او چرګې هګې ورلاندې شي وروسته له شلو ورځو، له هګیو د چرګې چرګوړي او د پتکې بچیان (پتکي) راوځي، دا دواړه مختلف مخلوق په هغې کوړکې چرګې پسې د ځان مړولو په موخه ځغلي خو کله چې د پتکې بچیان د لومړي ځل لپاره اوبه وویني، پرته له کومې ښوونې څخه له چرګې او چرګوړو جدا او اوبو ته ورګډیږي تر څو په اوبو کې خپل خوراک ولټوي او ځانونه ماړه کړي چې دا د پتکې د بچیانو د زیار ایستلو فطري جوړښت دی.
خو د نورو ټولو ساکښو په پرتله انسانانو (ښځینه او نارینه) ته لوی څښتن لوی مقام او پراخه پوهه ورکړي ده چې د خپلې پوهې پر بنسټ په ښه توګه کار کولی شي چې له امله یې په آسمان، اوبو او وچه کې خپلو موخو ته په اسانۍ سره رسیدلی شي، په دې هکله الله (ج) فرمایي:
﴿وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا﴾
ژباړه:«دا زموږ پېرزوینه ده چې بنی آدم ته مو لویي ورکړه، په وچه او لمده کې مو سپرلۍ ورکړي او له پاکو څیزونو مو روزي ور په برخه کړه او پر خپلو زیاترو مخلوقاتو مو ښکاره لوړتیا وروبښله.» (اسراء: ۷۰)
﴿لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ﴾
ژباړه:«په حقیقت کې موږ انسان په ډېره ښه بڼه پیدا کړ.» (التین: ۴)
پورته مبارکو آیتونو کې سربېره د انسان پر لویۍ چې الله تعالی ورکړي ده، هغه ته یې روزي هم ورکړي ده، د روزۍ ورکړه داسې نه ده لکه په جنت کې چې تیار په تیاره چې څه ډول خواړه وغواړې په یوه لحظه کې درته حاضر شي، بلکې په دې نړۍ کې د انسانانو لپاره داسې روزي چمتو شوي ده چې د انسان د هڅو او کوښښ له امله تر لاسه کیدی شي چې دغه هدف ته د رسیدلو په موخه لوی څښتن انسانانو ته پوهه، لاس پښې، سترګې او نور غړي ورکړي دي چې په انسانانو کې طبعاً ښځې هم شاملې دي، ځینې ښځې د سړیو په څېر د اړتیاوو له امله اړې دي له کوره بهر کار وکړي تر څو د ځان او خپلې کورنۍ د ژوند کولو اړین توکي ترلاسه کړي. په قرآن کریم، احادیثو او اسلامي تاریخ کې د ښځو د کار کولو ډېرې بېلکې شتون لري چې په اړه یې د قرآن حکیم څو آیتوته وړاندې کوو، لومړی د موسی (ع) هغه پېښه چې د مصر د فرعون له وېرې له مصر څخه تښتیدلی ؤ او د مدین سیمې ته ورسېد، په هغه ځای کې یې د شعیب (ع) دوه لوڼه ولیدې چې د خپلو مېږو د اوبه کولو لپاره منتظرې وې او موسی (ع) مرسته ورسره کوي:
﴿وَلَمَّا وَرَدَ مَاءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ النَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ امْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ ۖ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا ۖ قَالَتَا لَا نَسْقِي حَتَّىٰ يُصْدِرَ الرِّعَاءُ ۖ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰ إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ﴾
ژباړه:«او کله چې هغه د مدین څاه ته ورسید، نو ویې لیدل چې ډېر خلک خپل څاروي اوبه کوي او له هغو څخه بېلې یوې خواته دوې ښځې خپل څاروي ایساروي، موسی له دغو ښځو څخه پوښتنه وکړه: تاسې ولې اندېښمنې یاست؟ هغوی وویل: موږ خپلو څارویو ته تر هغو پورې اوبه نه شو ورکولای تر څو دغه شپانه خپل څاروي له دغه ځایه بوځي او زموږ پلار (شعیب) ډېر زیات سپین ږیری سړی دی. موسی د هغوی څاروي اوبه کړل. بیا یوې سیوري ته ولاړ او ویې ویل: پروردګاره! هره ښېګڼه چې تا پر ما نازله کړي زه هغې ته اړ یم.» (القصص:۲۳-۲۴)
﴿فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا ۚ فَلَمَّا جَاءَهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ ۖ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ﴾
ژباړه:«له هغو دوو ښځو یوه په شرم او حیا سره را روانه، موسی ته راغله او ویې ویل: زما پلار تا غواړي، تا چې زموږ څارویو ته اوبه ورکړې، د هغه اجرت درکوي. موسی چې کله هغه ته ورغی او خپله ټوله کیسه یې ورته واوروله نو هغه وویل: هېڅ مه وېرېږه اوس ته له ظالمانو څخه ژغورل شوی یې.» (قصص:۲۵)
د موسی (ع) په دې کېسه کې وینو چې د یو پېغمبر شعیب (ع) لوڼه میږې پیایي او شپني کوي، ځکه چې پلار یې سپین ږیری او ضعیف دی په کور کې بل څوک نه لري، اړې دي چې له سړیو جدا خپلې مېږې اوبه کړي، بله دا چې موسی (ع) او د شعیب (ع) د لوڼو تر منځ خبرې کیږي او موسی (ع) مرسته کوي، ځکه خو ویلی شو چې:په هغه صورت کې چې ښځې په کور کې د کار سړي ونه لري، اړې دي چې په بهر کې کار وکړي او ښځې له سړیو سره د نېکۍ خبرې هم کولی شي چې په دې هکله د قرآن کریم د احزاب په سورت کې هم یادونه شوي ده.
د پېغمبر (ع) په زمانه کې ښځو د نبوي جومات په ورستیو صفونو کې لمونځونه کول او هم یې د اختر په لمونځونو کې د پېغبر (ص) په غوښتنه ګډون درلود، د دا ډول عبادت په اړه په قرآن کریم کې مؤمنانو ته یادونه شوي ده چې کله د جمعې د لمانځه اذان واورې نو خپلې بوختیاوې پرېږدې او لمونځ وکړئ، نو چې کله له عبادت څخه فارغ شئ په ځمکه کې د الله (ج) د رزق او روزۍ لاس ته راوړلو په موخه کار او هڅې وکړئ، په دې هکله الله تعالی مؤمنانو ته ویلي دي چې په مؤمنانو کې طبعاً ښځې هم شاملې دي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَۚۚ فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾
ژباړه:«ای مومنانو! کله چې د جمعې لمونځ لپاره ږغ (اذان) وشي نو د الله د ذکر (لمانځه) خوا ته وځغلئ او پېرل، پلورل پرېږدئ، دا ستاسې لپاره ډېره غوره ده که تاسې پوهېږئ. کله چې لمونځ ترسره شي نو په ځمکه کې خواره شئ او د الله فضل ولټوئ او د الله ډېر ډېر یادوونکي اوسئ، ښایې چې تاسې ته بری په برخه شي.» (الجمعة: ۹-۱۰)
د رسول الله (ص) او له هغه راوروسته ښځو ډول، ډول تجارتونه کړي چې له هغو څخه، ام منذر بنت قیس، خجورې (خرما) پلورلې، اسماء بنت مخرمه بن جندل له یمن څخه عطرونه راوړل او په مدینه کې یې پلورل، هند بنت عتبه او خدیجه (رض) بنت خویلد چې د پېغمبر (ص) لومړنۍ میرمن وه له بهره یې توکي واردول. (http://eprc.sbu.ac.ir/fa/ArticleView.html?ItemID=95130)
تجارت چې په اسلام کې یوه سپیڅلي دنده ده له دې امله په هر مهال کې ښځینه او نارینه ته اجازه ورکړی شوي ده چې تر سره یې کړي تر دې چې الله تعالی د حج د مراسمو د ادا کولو پر مهال هم د تجارت اجازه ورکوي فرمایي:
﴿لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُوا فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ﴾
ژباړه:«او که له حج کولو سره سره تاسې د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه کې هم شئ نو باک نه لري.» (بقره: ۱۹۸)
وایي چې د رسول الله (ص) پر مهال او د حضرت عمر (رض) د خلافت په وخت کې ښځو د ښار مالي چارې ترسره کولې. حضرت عمر (رض) د عبدالله لور شفاء د ښار د مالي چارو مسؤله (حسبه) ټاکلي وه. د ابن حزم او طبري او ماوردي قول همدا دی او په الاستیعاب کې هم راغلي دي چې [په مکه کې د پېغمبر (ص) پر مهال] سمراء د نهیک اسدي لور د ښار د مالي چارو مسؤله ټاکل شوي وه، هغه به په ښار کې ګرځیدله، امر او نهي به یې ترسره کول، دُره به یې به لاس کې وه چارې یې سمبالولې او په دې توګه یې خپل مسؤلیت په جدي توګه ترسره کاوه.» (https://dinfile.ir/product)
دا ډول خدمت کوونکي ښځې او سړي چې خلک له بدو منع کوي قرآن کریم داسې راپېژندلي دي:
﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ﴾
ژباړه:«مؤمنان نارینه او مؤمنانې ښځې دا ټول د یو بل دوستان دي، په ښو چارو امر او له بدیو څخه منع کوي.» (توبه: ۷۱)
ښځو له رسول الله (ص) سره څنګ په څنګ په جګړو، هجرت او نورو چارو کې فعاله برخه اخیستي ده چې په قرآن عظیم او د پېغمبر (ع) په ډېرو صحیحو حدیثونو کې یې یادونه شوي ده، د قرآن کریم د عمران سورت، ۱۹۵ آیت شریف د شان نزول په اړه په کابلي تفسیر او د ابن کثیر په تفسیر کې راغلي دي:«ام سلمه (رض) رسول الله (ص) ته عرض وکړ: یا رسول الله! په قرآن کې زموږ د ښځو د هجرت او نورو حسنه اعمالو په اړه هېڅ ذکر نه دی راغلی. نو د هغې ځواب په دې آیت سره ورکړی شو.»
﴿فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ ۖ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِّنْ عِندِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ﴾
ژباړه:«د هغوی رب د هغوی غوښتنه ومنله، ویې فرمایي:زه ستاسې د هېڅ یوه عمل نه ضایع کوم، که نارینه وي که ښځینه، تاسې ټول ځینې د ځینو له جنسه یاست، له دې امله کومو خلکو چې زما په خاطر خپل وطن پرېښود او له خپلو کورونو وایستل شول او زما په لار کې وځورول شول او جګړه یې وکړه، د هغو ټول ګناهونه به زه وبښم او هغوی به داسې باغونو ته ننباسم چې تر هغو لاندې به ویالې بهیږي، دا د الله په وړاندې د هغو مکافات دي او ډېره غوره جزا له همدې الله سره ده.» (عمران: ۱۹۵)
د ښځو ونډه په جګړو او له مؤمنانو سره په غوڼدو او نور ښو چارو په اړه ډېر حدیثونه شتون لري چې په یو حدیث کې له حفصې (رض) څخه روایت دی چې وایي: موږ پېغلې به په اخترونو کې عیدګاه تللو څخه منع کیدلو، یوه ښځه د بني خلف قصر ته راغله د خپلې خور نه یې دا خبره نقل کړه ویې ویل چې زما د خور خاوند په دولسو غزاګانو کې د نبي کریم (ص) سره جهاد کړی ؤ او شپږو غزاګانو کې زما خور د هغې سره وه، هغې وویل چې موږ به د زخمیانو درملنه کوله او د ناروغانو خدمت به مو کولو. یو ځلې زما خور د نبي (ص) څخه پوښتنه وکړه چې موږ کې له چا سره پړونی نه وي نو هغې بهر وتلو کې څه ګناه شته؟ رسول الله (ص) وفرمایل:«د هغې ملګرې ته په کار دي چې هغه په خپل پړوني کې پټه کړي او هغې ته په کار دي چې د خېر په کارونو کې ونډه واخلي او د مسلمانانو سره په بلل شویو مجلسونو کې ګډون وکړي.»
څه وخت چې ام عطیه راغله نو ما هغې ته وویل چې آیا تا د نبي (ص) نه په دې باره کې څه اوریدلي دي؟ هغې وویل چې هو، زما پلار دې ترې قربان شي، ما له نبي (ص) څخه اوریدلي دي:«په پرده کې ځوانې نجونې، محجبې ښځې او حایضې ښځې بهر وتلی شي او د خیر خواهۍ په چارو کې له مؤمنانو سره په بلل شویو مجلسونو کې ګډون کولی شي، یوازې حایضې ښځې دې د لمونځ نه جدا وي.»
حفصه (رض) وایي: ما وویل چې آیا حایضې ښځې دې هم شرکت وکړي؟ نو هغه وویل: آیا حایضې ښځې په عرفه کې نه حاضریږي او په فلاني، فلاني ځای کې ګډون نه کوي.» (صحیح بخاري، دحدیث شمېره ۳۲۴)
په قرآن کریم کې له کوره بهر د ښځو د کار نه کولو او په کور کېناستلو په تړاؤ کوم احکام نه دې راغلي یوازې د احزاب سورت په ۳۳ آیت کې د پېغمبر (ع) د میرمنو په هکله یادونه شوي ده چې ځینې فقهیان یې پر عامو ښځو پلي کوي او په کور یې کېنوي چې په اصل کې نوموړی آیت په څرګند ډول د پېغمبر (ع) د میرمنو په تړاؤ نازل شوی دی، نه د عامو ښځو په تړاؤ، له دغه آیت څخه وروسته بل آیت راځي او د پېغمبر (ص) میرمنو ته وایي چې تاسې د نورو عامو ښځو په څېر نه یاست:
﴿وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا﴾
ژباړه:«په خپلو کورونو کې مېشتې اوسئ او د تېر جاهلي دوران غوندې سینګار کړي او بې ستره مه ګرځئ. لمونځ قایم کړئ، زکات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ. الله دا غواړي چې ستاسې نبوي کورنۍ څخه چټلي ایسته کړي او تاسې په پوره ډول ستره کړي.» (احزاب: ۳۳)
﴿يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاءِ ۚ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا﴾
ژباړه:«ای د پېغمبر مېرمنو! تاسې د عامو مېرمنو غوندې نه یاست. که تاسې له الله څخه وېرېږئ، نو په داسې لهجه خبرې مه کوئ چې د زړه په خرابۍ اخته سړي (نامشروع) تمه پیدا کړي، بلکې سمې، غوره او ځېږې خبرې کوئ.» (احزاب: ۳۲)
د رسول الله (ص) میرمنو له هغه سره په ډېرو جګړو کې برخه اخیستي ده چې په جګړو کې ګډون ډېر سخت او لوی کار دی خو د پېغمبر (ص) له وفات وروسته هم د ده میرمنې عایشې (رض) د جمل د جګړې مشري کړي ده او د حضرت عمر د خلافت پر مهال د پېغمبر (ع) میرمنې د حج ادا کولو په موخه هم مکې ته سفرونه کړي دي. په دې بنسټ ویلی شو چې د رسول الله (ص) د میرمنو په کور کېناستل په یو خاص زمان او ځانګړي حالت پورې اړه درلوده، نه دا چې تل عمر دې په کور کې بندي پاتې شي.
زموږ په ګران هېواد کې چې اوسمهال بې ګناه نجونې او ښځې، ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه پرېښودل او په کور کېنول شوي دي دا عمل له شریعت سره په ټکر کې دی، په کور کېنول (بندي کول) د زناکارو ښځو د سزا په څېر عمل دی قرآن فرمایي:
﴿وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِّنكُمْ ۖ فَإِن شَهِدُوا فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا﴾
ژباړه:«ستاسو له ښځو څخه چې څوک بدلمنې وي پر هغو باندې ستاسې څخه څلور شاهدان ونیسئ او که څلور کسان شاهدي ووايي نو هغوی په کورونو کې بنديانې کړئ تر هغه پورې چې هغو ته مرګ راشي یا الله د هغو لپاره څه لاره برابره کړي.» (نساء: ۱۵)
دا د حکومت دنده ده چې هغه اړمنې ښځې چې په کور کې د نفقې د ګټلو سړي نه لري، په بهر کې د کار کولو داسې شرایط رامنځ ته کړي چې له یوې خوا د بې حجابۍ مخه ونیول شي او له بل پلوه ښځې کار وکړای شي، که تر پایه د اړمنو ښځو د کار مخه ونیول شي نو د ګناهونو له باران څخه به د ګناهونو ترۍ (ناوې) ته ودریږو، داسې چې خدای مه کړه، محتاجې ښځې به کبیره ګناهونو ته مخ کړي چې د دا ډول ګناهونو مسؤلیت به د هغو په غاړه وي چې دغه بحران یې رامنځ ته کړی دی.
موږ ټول پوهېږو چې اسلام تر ټولو ادیانو آسان او بهترین دین دی موږ باید د هر ډول سختیو څخه د آسانۍ پر لور وخوځیږو، نن چې کوم سخت حالات پر افغان ولس راغلي دي باید چې له پوهې کار واخیستل شي خپل ناوړه حالت په خپله بدل کړو:«الله د یو قوم حالت نه بدلوي تر څو چې هغوی په خپله خپل حالت بدل نه کړي.» ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ﴾ (رعد: ۱۱)
امارت چارواکو ته لازمه ده د ښځو د زده کړو او کار کولو په هکله وړ دریځ غوره کړي، په دا ډول کړنو باندې د اسلام دښمنانو ته موقع په لاس ورځي چې د اسلام د سپیڅلي دين پر خلاف ناوړه او تباه کوونکی تبلیغ وکړي او نړېوال له اسلام څخه متنفر کړي، چارواکي دې د اسلامي امارت تاریخ د سقاوي غلو په څېر (چې زده کړې یې بندې کړي او په خپله په اودس نه پوهېدل) بندنام نه کړي. چارواکي دې د قرآن عظیم پر دې ښوونو باندې عمل وکړي چې الله تعالی زموږ ستر پېغمبر (ص) ته ویلي دي:
﴿فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ﴾
ژباړه:[اې پېغمبره (ص)!] «دا د الله لوی رحمت دی چې ته د دې خلکو لپاره ډېر نرم خویه جوړ شوی یې، که داسې نه وای او ته توند خویه او سخت زړی وای، نو دا ټول به ستا له شاوخوا څخه خواره شوي وای. د دوی خطاوې وبښه، د دوی لپاره بښنه وغواړه او د دین په چارو کې هغو ته هم په مشوره کې برخه ورکړه، بیا چې ستا اراده پر کومه رایه ټینګه شي نو پر الله توکل وکړه. د الله هغه خلک خوښیږي چې د هماغه په ډاډینه کار کوي.» (عمران: ۱۵۹)