له زده‌کړو د نجونو راګرځول په کم‌عمرۍ کې د ودونو د زیاتوالي سبب کېږي

پنجره ورځپاڼه: سیف ډ چلډرن يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دغه سازمان تېره خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز په افغانستان کې د بېوزلۍ او په کم‌‌عمر کې د ودونو د زیاتوالي سبب کېږي.

د سیف ډ چلډرن په بيان کې راغلي، چې که طالبان ژر تر ژره د نجونو پر زده‌کړو بندیز لغوه نه کړي، نو په افغانستان کې به بېوزلي او د ماشومانو په ودولو کې به زیاتوالی راشي.

دغې ادارې همدارنګه ویلي که تر راتلونکې یوې اونۍ په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي او باید چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول هېواد کې تر درې میلیونه زیاتې نجونې له ښوونځیو راګرځول شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ بنسټ زياته کړې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې ښوونځیو ته له تګ محرومي دي. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې له ځنډ پرته د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

ظاهر څراغ

Back to top button