عربستان کې د نوي ميلادي کال پيل سره سم لسګونو ښځينه وو د ریلګاډي چلول پیل کړل

پنجره ورځپاڼه: په سعودي عربستان کې د نوي ۲۰۲۳ ميلادي کال پیل سره سم ۳۲ ښځو تر يوې مودې روزنې وروسته د بولیټ ریلګاډي چلول پيل کړل.

دغه نوي او پرمختللي ریلګاډي په ساعت کې ۴۵۳ کیلومتره مزل کوي او د ګوتو په شمېر هېوادونو کې فعاليت لري.

د سعودي عربستان شاهي حکومت د‌ ریلګاډي ادارې دا د خپل هیواد د پرمختګ پر لور یوه مهم ګام او بری ګنلی.

دغې ادارې ویلي دي چې دا د ښځینه ریلګاډي چلوونکو ښځو لومړۍ جوپه ده چې په ۲۰۲۲ کې یې تریننګ یا روزنه بشپړه شوې ده.

سعودي عربستان کې تر دې وړاندې په ښځو ډېره پابندي وه، خو له شاوخوا څلورو کلونو راهيسي په بېلابېلو برخو کې ښځو ته ازادي ورکړل شوې او حکومت يې دغه کار د پرمختګ پر لور د خپل هېواد لوی ګام بولي.

Back to top button