عقل، رسم او عشق
عقل، رسم او عشق
ليکوال: دوکتور اجمل ښکلی
که تصوفي شاعرۍ ته دقيق شو، د زاهد، واعظ، فقيه او استدلاليونو پر وراندې پکې يوه سړه جګړه تل روانه وينو او دا سړه جګره د تصوفي شاعرۍ له پيله راوروسته صوفيانو ته په ميراث پاتې ده.
په اسلام کې د تصوف پيل د پوهانو په اند د مسلمانانو ترمنځ له اختلافونو وشو. دا داسې يو ټولى و، چې د خلکو ترمنځ يې د هر ډول توپير او تبعيض پولې ورانې کړې او اۤن ”کافر، ګبر او بت پرست” يې هم د خپل زغم او مينې په پراخه دايره کې ځاى کړل. صوفيانو دوه شيان سره بېل کړل، چې يو انسان و او بل د انسان ګناه ده. انسان يو واقعيت دى او ګناه د ده صفت دى. تصوف وايي، چې له انسانه نه، له ګناه کرکه پکار ده.
د عباسيانو په وخت کې اسلامي تصوف ته د نورو فرهنګونو د تصوفي او فلسفي افکارو اغېز راننوت. تصوف پوهان د وحدة الوجود او وحدة الشهود د نظريو ريښه تر لرغوني هنده او لرغوني يونانه رسوي او دا کومه ناطبيعي خبره نه ده. د يوې ټولنې د فرهنګ هره حوزه له نورو فرهنګونو اغېز اخلي. دا بېله خبره ده، چې صوفيانو په اسلام کې د وحدة الوجود او وحدة الشهود غوندې باورونو ته په نصوصو کې دلايل وموندل يا يې وتراشل.
د فلسفي اغېز باجود تصوف له فلسفې سره خپل توپير هېر نه کړ، ځکه چې د فلسفې بنسټ پر شک او پوښتنه ولاړ دى او د تصوف بنسټ پر يقين او قناعت. د فلسفې کار پر ماورالطبيعت له شک او پوښتنې پيلېږي او د تصوف چاره پر حق ذات له باور نه پيلېږي او پر پيوستون پايته رسېږي.
فلسفه پر عقل ولاړه ده او عقل هغه څه مني، چې پر منطق برابر وي؛ خو د بقا بالله او وحدة خبرې هغه څه دي، چې پر فلسفي منطق نه برابرېږي، بلکې دا داسې اشراقي تجربې دي، چې د صوفي پر کيفيت ولاړې دي او يوازې صوفي له دې تجربې تېرېږي. دا تجربه د ذات پر التفات او عشق ولاړې دي. همدا لامل دى، چې د فلسفې له زاويې نه دا ډول تجربې له شطحياتو پرته بل څه نه دي.
له همدې ځايه په تصوفي شاعرۍ کې د عقل و عشق په نومونو کې د صوفي او فلسفي مخالفت پيل شو. د صوفي اشراقي تجربه پر عشق ولاړه ده او د فسلفي منطق پر عقل. په صوفيه شاعرۍ کې عشق تر انساني عقل ډېر لوړ دى. حمزه بابا وايي:
عقله ته به سيال د محبت نشې
لوړه مناره څه وي په غره پورې
ابن سينا چې په فلسفه کې د ارستو له نظريو اغېزمن و او د مشهوره صوفي ابوسعيد ابوالخير ترمنځ يوه ناسته مورخانو راخيستې. وايي، چې تر ناستې وروسته له ابوسعيد ابوالخير نه پوښتنه وشوه، چې ابن سينا دې څه ډول وموند؟ هغه ځواب ورکړ، څه چې زه وينم، هغه پرې پوهېږي. ابن سينا يې په ځواب کې وويل: پر څه چې زه پوهېږم، هغه يې ويني.
په دې سوال و ځواب کې وينو، چې پوهېدل د عقل له مخې وي؛ خو پوهېدل ممکن پر حدس ولاړ وي؛ خو په خپلو سترګو ليدل تر پوهېدلو برتري لري. د تصوف له پلوه د يقين درې مرتبې دي، يو هغه چې وايې وري، دوه هغه چې و يې ويني او درېيم دا چې تجربه يې کړي، مثلا په لومړۍ مرحله کې له لوګي نه پر اور پوه شې، په دويمه مرحله کې اور پخپلو سترګو ووينې او په درېيمه مرحله کې په اور وسوزي. لومړي ډول ته علم اليقين، دويم ته عين اليقين او درېيم ته حق اليقين وايي.
له يوه پلوه که د عشق مقام ته عقل نه رسي، له بله پلوه عقل له عاطفې خالي دى. په عشق کې د ګټې تاوان خبره نه وي مطرح. صوفي له حق سره مينه لري. دا مينه د ګتې او تاوان له مخې نه وي؛ خو عقل په مسايلو کې ګټه او تاوان سنجوي. کوم څه چې ورته ګټه و نه لري، هغه نه اخلي. په ټوله کې صوفيان د عقل پر ځاى پر شهود باور کوي، ځکه د وحدت خبرې د انساني عقل له حدودو ډېر لوړ دي. هغه د مولانا خبره:
پاى استدلاليان چوبين بود
پاى چوبين سخت بى تمکين بود
په تصوف کې له انساني عقل هاخوا يو بل عقل بيا مثبته مانا لري او هغه د عقل کل او د عقول عالم دى، چې تر کثرت مخکې د وحدت مرحلې ته وايي؛ خو دلته عقل يوازې د عيان ظواهر يا د ناسوت عالم پر وړاندې کارېږي.
يوازې له عقل سره په تصوفي شاعرۍ کې مخالفت نه وينو، بلکې له فقيه، زاهد، واعظ او هغو نومونو سره چې د ظاهري شريعت په حوزه کې کارېږي، له هغې سره هم په تصوفي شاعرۍ کې اختلاف وينو.
د فقهي او صوفي ترمنځ دا اختلاف د ظاهري شريعت او طريقت په نامه د اسلامي تصوف له پيله راروان دى. دا مخالفت د دين په اړه د دوو برداشتونو له توپيره زيږېدلى. هغه خلک چې په ديني متونو کې لفظي مانا ته اهميت ورکوي، هغوى په لومړۍ ډله کې راځي؛ خو صوفي روايت د ديني متونو هغه ډول تفسير وړاندې کوي لکه د ادبي اثارو. په ادبي اثارو کې موږ له تشبيهاتو، استعارو، سېمبولو، کنايو او نورو لومړنۍ لفظي مانا نه اخلو، بلکې مجازي مانا ترې اخلو. په تصوف کې عرفاني تفسير د همدې ډول ماناوو يوه بېلګه ده. له ديني متونو د مختلفو مانا د اخيستو دا دود په تصوفي شاعرۍ کې د پوستکي او مغز په استعاره کې وړاندې شوى. مولانا وايى:
ما زقراۤن مغز رابرداشتيم
پوست را بر ديګران بګذاشتيم
د ديني متونو په اړه دې مجازي تصور په تصوف کې د مجازي، په تېره سېمبوليکې شاعرۍ په غوړېدا کې لاس درلوده. په تصوفي شاعرۍ کې د ميخانې، ساقي، زلفې، خال، مخ، هېنداره مجازي ماناوې لري، چې ډېرې کارونې دومره صريح کړي، چې په تصوفي اصطلاحاتو اوښتي. د دې مجازي ماناوو تر همغه د مجازي ګڼلو او مجازي کولو ذهنيت لاس په کار دى.
د خداى د ذات په اړه په تصور کې هم په ظاهري شريعت او طريقت(تصوف) کې توپير ليدل کېږي. په ظاهري شريعت کې د خداى د حاکم ګڼلو مانا جوته ده؛ خو په تصوفي مفهوم کې يې د محبوب مانا برلاسې ده. چې خداى حاکم شو، مطلب دين پر بندګانو د حکومت کولو يوه لار ده او که خداى محبوب شي، دين له خداى سره د عشق لار ده. په شريعت کې د ديني احکامو ترسراينې ځکه اړينه ده، چې په بدل کې يې نعمتونه دي او په نه اداينه کې يې سخت عذاب؛ خو صوفيانو ته تر جنت او دوزخ دواړو پخپله د حق پيوستون مهم دى. صوفيان له همدې امله نعمتونو ته د تمې په سترګه ګوري او هغو کسانو ته د مزدور په سترګه ګوري، چې د خداى پر ځاى نعمتونو ته لومړيتوب ورکوي. خوشال د تصوف همدا روايتي مفهوم په خپله لاندې څلوريزه کې وړاندې کړى دى:
څوک چې دنيا غواړي ،هغه رنځور دى
څوک چې عقبا غواړي، هغه مزدور دى
څوک چې مولى غواړي، له هغو ځار شم
هغه په دواړو کونو مسرور دى
له حق سره د مينې په اړه د تصوف نظر د دولت لواڼي په لاندې شعر کې په ښه بڼه وړاندې شوى:
شکر کړه تل په نعمت دا
مدام ياد لره نسبت دا
محبت غير حق مه کړه
درته څو ووې دولت دا
چې دين له خداى سره مينه شي، نو پکار ده، چې ديني احکام له زړه ترسره کړو او پوره پاملرنه ورته واړوو؛ خو که د ظاهري شريعت په مانا پسې لاړ شو، دا زموږ مسؤوليت دى، چې ديني احکام پر ځان ومنو. د تصوف په ټول تاريخ کې د هغو عبادتونو مخالفت شوى چې د زره حضور پکې نه وي او يوازې د يوه بيګار په توګه ترسره کېږي. حمزه بابا وايي:
هېڅ بيګار درباندې نشته، بيګار پرېږده
په تصوفي شاعرۍ کې دې ډول عبادت ته رسميات ويل شوي، چې يوازې يو رسم دى:
که په رسم د رسميو پيروي کړې
در پوهېږم خپله چار به کړې ويجاړه
ميرزا خان انصاري
صوفيان عبادت ته د محبت د اظهار او له محبوب سره د خلوت او وصلت په سترګه ګوري. رحمن بابا فرمايي:
که خبر شې د محبوب له پټه رازه
يو ساعت به خالي نشې له نمازه
هسې په تصوف کې لومړۍ پوړۍ او لوړو مقامونو ته د تګ بنسټ شريعت دى. صوفي بايد پر ځان شريعت تطبيق کړي، چې له طريقت نه تر سکونته پورې ورسېږي؛ نو اصل اختلاف د خداى او دين په اړه د صوفي او فقهاوو په فکر کې و. پر دې سربېره د ظاهري شريعت پالونکي د وحدة الوجود او وحدة الشهود له افکارو سره هم چندان جوړ نه وو. که ځينو يې ګوزاره کوله؛ خو ځينې داسې هم وو/دي چې صوفيانو ته يې د مشرکينو خطاب کاوه. په تصوف کې هر څه هغه(همه اوست) او هر څه له هغه(همه از اوست) ګڼل کېږي، چې دا فکر د ظاهري شريعت پالو له فکر سره برابر نه دى، ځکه هغوى د خالق او مخلوق پيوستون ممکن نه ګڼي. دولت لواڼى وايي:
خود يو حق دى بازي کاندي
پورته ښکته وروسته وړاندې
چې ځان محوه که په ده کې
صد رحمت پر هغه باندې
هر څه هغه ګڼل او ځان پکې محوه ګڼل د ظاهر پالو له فکر سره نه جوړېږي.
پر دې سربېره د صوفيانو هغه اشراقي تجربې چې د عطار تذکرة الاولياء ترې ډک دى، د ظاهري شريعت د عالمانو پر طبيعت برابرې نه وې برابرې.
په صوفي مکتب کې چې عشق مهم دى، له عشق سره ښکلا او عاطفه تړلې ده. ښکلا بيا له ذوق سره اړيکه لري ده. پخواني صوفيان باذوقه خلک وو. خوشال د تصوف همدا روايت په خپل شعر کې راخيستى:
د ښکلو د جمال په ننداره کې ما خداى بياموند
لږ نه دي له مجازه حقيقته رسېدلي
صوفيان چې پر ښکلا مين وو، هنر يې خوښېده، له موسيقۍ او ترنم سره يې علاقه وه او له دريا سره يې سماع کوله، چې شاعري يې د همداسې اهنګين چاپېريال زېږنده وه؛ خو په ظاهري شريعت کې داسې خلک کم نه دي، چې هنر، په تېره موسيقۍ ته په ښه سترګه نه ګوري او تحريموي يې. له همدې امله د دوى او صوفيانو ترمنځ فاصله ډېره شوې ده.
که وسمهال ته راشو، په معاصر وخت کې سياسي دينپالو له تصوف سره په دې هم نالګي وه، چې دوى يو فعال مسلمان پکار و؛ خو تصوف چې د سالک لپاره ګوښه نشيني اړينه بولي، دوى يې په انزوا تورنوي.