شاعر ولې با احساسه دی
شاعر ولې با احساسه دی
لیکوال:محمدعالیم بسمل
نسانان پهٔ څلور قسمه دي:ښځه ، نر ، نرښځی او شاعر.
شاعر کهٔ دجنسیت لهٔ مخې نر هم وي، نو د عاطفې لهٔ مخې ښځې ته ډېر ورنزدې دی. قوی احساس او عاطفې شاعر لهٔ خپلو همجنسو نه یو څهٔ رابېل کړی.
د احساس علت یې روحانیت دی، څومره روحانیت چې پهٔ شاعر کې دی ، پهٔ هغو کې نشته چې شاعر نه وي.
تاسو دخپل بدن غړوته متوجه شئ و به وینئ چې پهٔ کوم غړي کې جسمانیت زیات دی پهٔ هغه کې احساس ډېر کم دی، او پهٔ کوم غړي کې چې روحانیت زیات دی احساس یې قوي دی.
پونده پهٔ اغزي او ستن هم معمولي درد احساسوي، پهٔ سترګه باندې ويښتهٔ هم بوج وي، او اوښکه کوي.
کله چې موږ غسل وکړو بالخصوص پاکې جامې هم واغوندو بدن مو سپک شي، داسې لکه یو دروند شی مو لهٔ سره لرې شوی وي، دغه لرې شوی شی خیره ده، خو خیره دومره درنه نه ده چې پهٔ بدن بوج شي، او چې کله لرې شي بیایې احساس کړي، د خیرې د لرې والي او پاک والي احساس روح کوي.
د شاعر د روحانیت د قوت لامل د هغه خیال دی، داچې شاعر ډېر خیال کوي او پهٔ خیال سره آفاقي کیږي، نو لهٔ بدن سره یې رابطه کمزورې وي، ځکه یې جسمانیت ضعیفیږي، چې جسمانیت ضعیف شي روحانیت خپله ځواکمن کیږي، همدالامل دی چې شاعر کهٔ کافر هم وي اسلام ته ډېر ورنږدې وي .