حساسیت څه ته وایي

حساسیت څه ته وایي؟

په انګریزۍ کې حساسیت ته (allergy) وایي او کومو توکو سره چې تاسې حساس یاستی یا د حساسیت لامل کیږي (allergen) ورته وایي. حساسیت د بدن د ایمني یا دفاعي سیستم هغو بهرنیو توکو ته غبرګون دی کوم چې معمولا زیان اړونکي نه دي. بهرني توک ممکن خواړه وي، ممکن د ګلانو ګرده وي ممکن د ژو په بدن کې خشکي سره حساسیت وي.

ستاسې د بدن د ایمني یادفاعي سیستم دنده دا ده چې له بیماري پیدا کوونکو توکو سره جګړه وکړي او له منځه یې یوسي. کله چې ایمني سیستم فکر وکړي چې کوم څه ستاسې بدن له خطر سر مخ کوي برید پرې کوي. د حساسیت علایم د حساسیت له پیدا کوونکي عامل سره تړاو لري. علایم یې ممکن پرېنجېدل وي، ممکن په خوله پوزه یا کومه بله برخه کې پړسوب وي.

د هر انسان ایمني سیستم له چاپیریال سره ځان تطابق کې کوي د بېلګې په توګه که تاسې د ژو د بدن خشکي یا د ګلانو ګرده تنفس کړی ایمني سیستم یې پېژني چې بدن ته مو کوم زیان نه اړوي خو کوم کسان چې حساسیت لري ایمني سیستم یې برید پرې کوي.

د حساسیت درملنه د علایمو په مخنیوي کیږي او د مخنیوي لپاره یې مختلف ډوله درمل نسخه کیږي.
د حساسیت علایم
کوم علایم چې تاسې د حساسیت له امله تجربه کوی د ډېرو فکتورونو پایله ده. په دې فکتورونو کې د حساسیت ډول او حساسیت کچه شامل دي. د حساسیت د هغه غبرګون لپاره چې تاسې درمل کاروی له درملو کارولو وروسته ممکن علایم یې بیا هم موجود وي خو کمزوي وي.

له خوړو سره حساسیت
له خوړو سره حساسیت په تاسې کې پړسوب، بخار، کانګې، زړه بدوالی، ستړیا او داسې نور علایم پیدا کولای شي. که چېرې له خوړو وروسته مو بدن جدي عکس العمل وښوده او تاسې په دې پوه نشوی چې ولې ؟ نو سملاسي له ډاکټر سره ووینئ. ډاکټر کولای شي د بدن د غبرګون لامل مو پیدا کړي او یا د پیدا کولو لپاره مو متخصص ته ولیږي.

له ځانګړي فصل سره د حساسیت علایم بهېدونکې یا بنده پوزه، پړسېدلې سترګې یا د سترګو وچوالی او داسې نور دي. کله چې دا علایم تجربه کړی مخنیوی یې په درملو کولای شی خو که چېرې په درملو مو علایم د مدیریت وړ نه وو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

جدي حساسیت د انافیلکسېس لامل کیدای شي – انافیلکسېس د حساسیت لنډ مهاله خو جدي او ژوند ګواښونکي غبرګون ته وایي. په انسان کې یې علایم ساه بندېدنه، سر ګرزېدل یا ګنګس والی او بې هوښي وي. که مو چېرې له یو داسې توکي سره چې تاسې حساسیت ورسره لری له اړیکې وروسته دا ډول علایم تجربه کړل نو سملاسي د روغتون ایمرجنسي ته ولاړ شئ.

په پوستکي حساسیت
د پوستکي حساسیت ممکن د یوه حساسیت علایم یا نښه وي او یا ممکن له داسې څه سره مستقیما د پوستکي اړیکه وي چې تاسې حساسیت ورسره لری. د بېلګې په توګه که تاسې داسې خواړه وخوری له کوم سره چې حساس یاستی علایم یې ممکن په خوله کې تریخوالی یا د نېښ چوخېدو ته ورته احساس وي او په پوستکي مو بخار هم پیدا شي دلته د پوستکي حساسیت د علایمو له ټولګې یو دی خو که چېرې پوستکی مو په مستقیمه توګه د پاکېدو لپاره تولید سره اړیکه کې شي یا په بوټو باندې له کارېدونکو توکو سره اړیکه کې شي دې ته (Contact dermatitis) وایي.

د پوستکي د حساسیت علایم :
– د بخار مختلف ډولونه د بدن په مختلفو برخو کې پیدا کیدای شي، بخار یې ممکن درد ولري او یا مو ګرولو ته اړ کړي
– اېکزېما یو روغتیایي حالت دی، دا ډول حساسیت په پوستکي کې د پړسېدلو خاپونو پیدا کېدو لامل کیږي، له خاپونو ممکن وینه جریان پیدا کړي
– که چېرې په مستقیمه توګه له الرجن سره پوستکی اړیکه کې شي نو سملاسي په پوستکي سور بخار پیدا کیږي او تاسې ځان ګرولو ته اړ باسي
– د پوستکي په حساسیت کې مرۍ او حلق پړسوب او نا ارامې پیدا کولای شي
– پړسېدلې سترګې، په سترګو کې اوښکې
– پوستکی ممکن د سوځي یا د نېښ چوخېدو ته ورته احساس وکړي
د حساسیت لاملونه
څېړنو تر اوسه دا نه ده موندلې چې کله بې زیانه توکي بدن ته داخل شي ولې ایمني سیستم د حساسیت غبرګون ښي. که چېرې حساسیت عام وي نو مور او پلار یې بچیانو ته په ارث پرېښودلی شي خو ځانګړی حساسیت بچیانو ته په ارث نه پاتې کیږي د بېلګې په توګه که چېرې د یو کس مور له صدف کب سره حساسیت ولري په دې مانا نه ده چې زوی او لور یې هم حساسیت لري.

د حساسیت عام لاملونه :
د ژو تولید – د ژو په وړۍ کې د بدن خشکي، د شني یا سپږو له تولید سره حساسیت
درمل – پنيسیلین او سولفا درمل
خواړه – هګۍ، شیدې، په وچه میوه کې مغزي، صدف کبان او غنم
د حشرو نېښ – د شاتو مچۍ، د شاتو مچیو ته ورته وسپ مچۍ، ماشي
په انګریزۍ کې پوپنک ته (mold) وایي، پوپنک یو ډول مرخېړی یا فنګس دی که چېرې په هوا کې خپور شوی پوپنک تنفس شي حساسیت پیدا کولای شي
بوټي – د بوټو، ونو، د زیان اړونکو بوټو ګلانو ګرده او د ځینې بوټو کنډ د حساسیت لامل کیدای شي
په ځینې خلکو کې کونډوم او پلاستیکي دستکش حساسیت پیدا کولای شي
د حساسیت درملنه
د حساسیت د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار له هغه څه لرې پاتې کېدل دي کوم ته چې ستاسې د بدن ایمني سیستم غبرګون ښي خو که چېرې دا امکان ونلري د علایم د کنټرول لپاره یې درمل هم شته. د حساسیت لپاره ډېری وخت د (antihistamines) په څېر درمل کاریږي تر څو یې علایم کنټرول شي. څه چې ډاکټر تاسې ته نسخه کوي د علایمو د سختوالي له کچې سره هم تړاو لري. که چېرې په لاندې یادو درملو کې ستاسې لپاره درملنه نشته وي نو ممکن ډاکټر تاسې ته (Singulair) نسخه کړي کوم چې انسان کې جدي د چلند او مزاج بدلون هم پیدا کولای شي، د ځان وژنې په اړه پکې فکرونه هم پیدا کولای شي.

په خپلسر د درملو کارونه روغتیا او ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.
کوم درمل چې د حساسیت لپاره کاریږي :
antihistamines like diphenhydramine (Benadryl)
corticosteroids
cetirizine (Zyrtec)
loratadine (Claritin)
cromolyn sodium (Gastrocrom)
decongestants (Afrin, Suphedrine PE, Sudafed)
leukotriene modifiers (Singulair, Zyflo)

ایمیونو تېراپي
ډېری کسان ایمیونو تېراپي انتخاب کوي، په دې کې څو پیچکارۍ د څو کلونو په اوږدو کې تذریق کیږي تر څو مو بدن له حساسیت سره بلدتیا پیدا کړي. بریالۍ ایمیونو تېراپي د حساسیت د علایم بېرته را ګرځېدو مخنیوی کوي.

اپېنفرېن – ایمرجنسي
که چېرې مو حساسیت سخت او د ژوند ګواښونکی وي مخکې تر دې چې ژوند مو واخلي سملاسي اپېنفرېن تذریق کړی، اپېنفرېن مو د حساسیت له جدي غبرګون سره مقابله کوي او تاسې ته دومره وخت درکوي چې د روغتون تر ایمرجنسي پورې کس ورسوی. په بازار کې د اپېنفرېن عام برېنډ د (EpiPen and Twinject) په نومونو پیدا کیږي.

د حساسیت طبیعي درملنه
ډیری طبیعي درملنې چې خلک یې کور کې د علایمو ښه کولو لپاره کوي نور علایم پیدا کولی شي. که مو د طبیعي درملنې انتخاب کړی وي نو اجزاو په اړه مالومات ترلاسه کړئ. د بېلګې په توګه د چای ځینې ډولونه کولای شي تاسې له بې کچې پرنجي سره مخ کړي. همداسې ځینې خلک تیل د حساسیت د علایمو ښه کولو لپاره کاروي خو په تیلو کې هم داسې اجزا وي چې د حساسیت لامل کیږي.
د حساسیت تشخیص
تر ټولو لمری ډاکټر فزیکي ازموینه کوي او ممکن له تاسې د هغه څه په اړه پوښتنه وکړي چې غیرې معمول وي او تاسې یې تجربه کوی. د خوړو او یا هغه څه پوښتنې وکړي له څه سره چې نږدې تېر وخت کې په اړیکه کې شوي یاستی. د وینې ازموینه او سکن د الرجن موندلو لپاره کاریږي.

د وینې ازموینه
په وینه کې د هغه الرجن لپاره موجود انټي بادیز کتل کیږي چې تاسې کې د حساسیت لامل کیږي. د (immunoglobulin E) په نامه انټي باډیز هغه حجرې دي کومې چې الرجن ته غبرګون ښي. همداسې له وینې څخه ډاکټر دا مالومولای شي چې تاسې د حساسیت کوم جدي ګواښ سره هم مخ کېدای شی او که نه.

سکېن
ممکن ډاکټر مو د الرجي متخصص ته د ازموینې او درملنې لپاره ولیږي. الرجېسټ یا د الرجي متخصص ممکن د سکېن ازموینه وکړي. په ازموینه کې ستاسې په پوستکي مختلف ډوله توکي اېښودل کیږي کوم ته چې بدن غبرګون وښيي له غبرګون څخه هغه الرجن پیدا کیږي کوم سره چې تاسې حساس یاستی.

د حساسیت د مخنیوي لپاره کومه ځانګړې طریقه نشته خو د علایم مخنیوی یې امکان لري.

Back to top button