له ګوانتانو زندان څخه د طالبانو یو بندې خوشې شو

له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو بندي اسدالله هارون خوشې شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې تېره ورځ له ګوانتانامو څخه د طالبانو بندي اسدالله هارون خوشې شو.
د مجاهد په وینا د امریکا یاد اقدام له طالب حکومت سره د د دې هېواد د مثبتو اړیکو او تعامل په پایله کې رامنځته شوی دی.

هغه زیاتوي طالب حکومت هڅه کوي چې د نورو هېوادونو له زندانونو څخه هم د خبرو له لارې افغان بندیان خوشې کړي.

Back to top button