بغلان کې وسلې او مهمات نیول شوي

طالب ځواکونو په بغلان کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتو لوی ریاست مسوولین وایي، چې د بغلان ولایت د استخباراتو ریاست منسوبينو د ياد ولايت په اندرابونو ولسوالیو کې د يو لړ تصفیوي عملیاتو په پايله کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نيولي دي.

هغوی زیاتوي، چې په نيول شويو توکو کې یوه پایه ایس پي جي9، دوه قبضې راکیټ، درې میله کلاشنکوف، یو میل M4، یو ميل پیکا او ګڼ شمېر نور نظامي توکي شامل دي.

Back to top button