هستیم به آن عهد که بستیم
بشیر باران
د افغانستان د خپلواکۍ جبهې له پیله دوه کاله پوره شول او د دې سنگر د سربازۍ روايتونه په قلم او قدم جاودانه دوام لري.
جنگ لکه لوبه، گټه یا ماته پکې طبیعي ده.
موږ ولیدل چې افغانستان وبایلله او ډېره بده یې وبایلله، داسې چې په خالي میدان یې د دلاسې هره تکیه ونړېده، نسلونو یې سرنوشت له لاسه ورکړ، د غرور پامیرونه یې په خپل قامت غوټ را نسکور شول او د ماتې د تراژیدۍ شاک یې هر در و هر دیوال ولړزاوه.
دغه مهال د پوځ یوې ډلې برجسته منسوبینو او ورزیده جنرالانو خپله اسلحه کېنښوده، هوايي میدان ته نه لاړل، تسلیم-خطونه یې وانخيستل، کور ته هم را و نه گرځېدل، په خپل ملي یونیفورم کې یې د رزمي هندوکش د مقاومت او استقامت لاره ونیوه او د ارماني آزادۍ لپاره يې د بایللي جنگ ناره د خپلواکۍ جبهې له مقدس مورچله بیرته له سره کړه. د وفا او دفاع هغه سوگند یې د اعجاز په آیت دوباره تازه کړ چې: (هستیم به آن عهد که بستیم).
یخو او وحشي غرونو کې د ځان تودولو لپاره د نظامي البسې پر سوځولو مجبور شول خو هر گز د ارتجاعي استعمار مزدورو ته خم نه شول.
د آزادۍ سرسپارلو چریکانو عملاً د ژوند او مرگ په ارزښت جلا جلا نصابونه پرېښول؛ ورزمېدل او مردانه یې سرونه کېښول.
بلې؛ د آزادۍ دا ستړي سربازان خو لاړل، تېر شول او اوس د آزادۍ د ناوې پر څنگله مسافر دي؛ خو داسې لاړل چې پخپل جارحانه تگ یې د باغیوره شمال جنوبي سالنگونو ته تاریخ سلامي کړ. (نېټه: د اپرېل ۱۱مه، ۲۰۲۳)
د خپلواکۍ جبهه د استبداد پر ضد د چریکي یرغلونو سنگر هم دی، د بسته برمته ملت د آزادۍ د هیلې محور هم دی او د اختناق په ځنگل کې د ډاډ کړکۍ هم.
لرې نه ده او په دې لوړه ایمان ساتو چې راگرځو او د آزادۍ د هر چریک د قدم پر پل به سجدې کوو او د خپلواکۍ جبهې د کمین او غورځنگونو په هره مقدسه پوسته به د ننگ خورده وېشو.
د لایق صاحب د يوه بیت اهدا د استبداد تر وروستۍ شپې / د آزادۍ تر ړومبي سهاره…
نه هېروو هغه چې د شپې په مخه لاړل
جنگ ته د وطن، د هدېرې په مخه لاړل