جنګ ځپلی اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټنه غنمو مرسته کوي

پنجره ورځپاڼه: د انټرفاکس خبري آژانس د يوه راپور پر اساس، د اوکراين له بندر څخه د ١٦ زره ټنه غنمو ډکه بېړۍ د کراچۍ بندر پر لور راروانه ده، چې له هغه ځايه به بيا افغانستان ته راوړل کېږي.

د دې سرچينې په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دغه بيړۍ به په څو ورځو کې د پاکستان کراچۍ بندر بندر ته ورسيږي او له هغه ځایه به بيا د باروړونکو موټرو په واسطه افغانستان ته ولېږدول شي.

افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته دا د اوکراین لومړۍ مرسته نه ده، بلکې تر دې وړاندې يې هم د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه.

اوکراین دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت خبرداری ورکړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتنه کړې چې له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

Back to top button