ويلاديمير زلنسکي د خپل هېواد لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي

د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد د استخباراتو رئيس او همداراز لویه څارنواله له خپلو دندو ګوښه کړي دي. 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي رسنيو ته د يو ويډيويي پیغام له لارې ویلي، چې د استخباراتو رئيس ایوان باکانوف او لویه څارنواله ایرینا وینیدیکتوا له دې وروسته د دوی د کابینې غړي نه دي او دندو يې ګوښه کړي دي.

د اوکرایني رسنیو راپورونه وايي، چې پر دوی تور پورې دی، چې د اوکراین  د استخباراتي ادارې ضد جرمونه یې ترسره کړي او له دښمن سره یې مرسته کړې.

رسنۍ همداراز وايي، چې دوی دواړو روسي ځواکونو ته پټ معلومات ورکړي دي، په داسې حال کې چې لویې څارنوالې په جګړه کې د روسي سرتیرو له خوا د جنګي جرمونو د څیړلو مسوولیت هم درلود.

دغه راز ویل کېږي، چې له دغو دواړو سره شاوخوا ۶۰ نور عدلي څانګو کارکوونکي هم له دندو ګوښه شوي دي.

Back to top button