ولکر تورک: پر افغان نجونو محدوديتونه به نور ستونزې هم وزيږوي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشر ولکر تورک وايي، طالب چارواکو ته په کار ده، چې ژر تر ژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

هغه په کورنيو او بهرنيو غيردولتي مؤسسو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار د بنديز پرېکړه د افغانستان او ان د دغه هېواد ګاونډیو لپاره هم خطرناکه بللې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرۍ مشر دا څرګندونې تېره ورځ په جینوا کې يو جوړ شوي کنفرانس ته کړي.

نوموړي په خپل بیان کې ویلي، هیڅ هېواد نه‌ شي کولای، چې په ټولنيزو او اقتصادي ډګرونو کې له ښځو پرته پرمختګ وکړي او د خپل هېواد نیمایي برخه خلک له پامه وغورځوي.

په خپاره شوي بيان راغلي، چې پر ښځو او نجونو دا بې بنسټه محدودیتونه به د افغانانو لپاره نورې ستونزې هم وزيږوي.

د ولکر تورک په بیان کې خبره هم راغلې ده، چې دی ټولو افغانانو ته اندېښنمن دی، خو دا وېره هم شته چې دا مساله به د افغانستان له سرحدونو ورها خوا هم ستونزې پیدا کړي.

طالبانو تېره اوونۍ د دوو جلا مکتوبونو له مخې په ټول هېواد کې پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ او همداراز په ټولو کورنيو او بهرنيو غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر دندو تر امر ثاني بنديز ولګاوه، چې په کور دننه او بهر يې غبرګونونه راوپارولي دي.

Back to top button