د سپټمبر د پېښې قربانيان:امریکا دې د افغانستان بودیجه ورکړي

د سپټمبر د پېښې یو شمېر قربانیانو له جوبایډن څخه غوښتي چې د افغانستان د ګنګل شوې بودیجې یوه برخه دې دغو قربانیانو ته نه ځانګړې کوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي چې بایډن دې د افغانانو شتمني ازاده کړي.

د یادې پېښې د شاوخوا ۸۰ قربانیانو کورنیو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر بایډن څخه غوښتنه کړې چې امریکا دې د افغانستان ۳،۵ میلیارده ډالر د قربانیانو کورنیو ته نه ځانګړي کوي، ځکه دا د افغانانو حق دی او ژر تر ژره دې افغانانو ته وسپارل شي.

د قربانیانو کورنیو په دې لیکي کې لیکلي، چې له قانوني اړخه د بایډن پرېکړه مشکوکه او له اخلاقي اړخه ناروا ده نو له همدې کبله د بایډن ادارې ته په کار ده چې ژر تر ژره د افغانانو شتمني آزاده کړي.

دوی وایي افغانان تر امریکایي وګړو ډېر دغه پیسو ته اړتیا لري نو ځکه یې د بایډن له ادارې د دغه شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د بایډن ادارې د افغان شتمنۍ په اړه د بحثونو لړۍ درولې ده.

Back to top button