ازبکستان، افغانستان سره د برېښنا پر هوکړې عمل نه دی کړی

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ويلي، چې ازبکستان، افغانستان ته د برېښنا د صادرولو پر هوکړه ليک عمل نه‌دی کړی او له وړمې ورځې راهیسې یې د ۲۵۰ میګا واټه برېښنا پر ځای یوازې ۱۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوي.

 دغه شرکت وایي، د ازبکستان دا اندازه برېښنا د افغانستان د برېښنا کموالي ستونزه نه شي حل کولای او په کار ده، چې پر شوې هوکړه ليک عمل وکړي.

د‌ طالبانو بيا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته د کابل په ګډون ګڼو ولايتونو کې د برېښنا کموالي ستونزې رامنځته شوي، چې په دې وروستیو اوونیو کې د یې ان تولیدي کارخونې هم له رکود سره مخ کړې دي.

Back to top button