په افغانستان کې د وسلوالو ډلو په اړه د امريکا څرګندونې

د امريکا وسلوال پوځ لوی درستیز وايي، که چېرې په افغانستان کې وسلوالې ترهګرې ډلې يو ځل بيا فعاليت پيل کړي، نو امريکايي پوځيان به یې پر وړاندې لاس په کار شي. 

د‌ امريکا وسلوال پوځ لوی درستیز جنرال مارک ميلي د خپل هېواد سنا مجلس ته په خبرو کې ويلي، که چېرې په افغانستان کې د داعش په ګډون نورې وسلوالې ترهګرې ډلې يو ځل بيا فعاليت پيل کړي، نو امريکايي پوځيان به یې پر وړاندې لاس په کار شي.

د هغه په وينا، افغانستان کې وسلوالې ډلې هڅه کوي، چې يو ځل بيا تنظيم شي او فعاليت پيل کړي، خو لا په دې بريالي شوي نه دي.

د يادونې ده، چې ياد امريکايي جنرال تر دې وړاندې هم ويلي، چې ښايي په افغانستان کې وسلوالې ترهګرې ډلې په راتلونکو څو کلونو کې يو ځل فعاليت پيل او امريکا ته خطر جوړ کړي.

هغه ويلي وو، چې دغو ترهګرو ډلو لا امريکا ته خطر نه دی جوړ کړی، خو که چېرې یې خطر جوړولو، نو دوی يې څارنه کوي او پر وړاندې به یې سمدستي لاس په کار شي.

بلخوا بيا د افغانستان سرپرست  حکومت تر دې دمه د امريکا لوی درستيز جنرال مارک ميلي د تازه څرګندونو په هکله څه نه دي ويلي.

Back to top button