امريکا: روسيه د اوکراین جګړې لپاره ايران نه ډرون اخلي

امريکا وايي، چې روسيه پلان لري، څو د اوکراین جګړې لپاره له ايران څخه نظامي ډرون الوتکې واخلي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه تازه خبري کنفرانس کې رسنيو ته ويلي، چې دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي چې روسيه غواړي د اوکراین جګړې د ګټلو لپاره له ايران څخه  نظامي ډرون الوتکې واخلي او په هوایي بریدونو کې يې وکاروي.

دغه راز هغه ويلي، چې ددې الوتکو شمېر سلګونه ته رسېږي او ایران هم روسیې ته د ډرون الوتکو د ورکولو پلان لري.

نوموړي ایران ته د ګواښ په توګه په اشارې ويلي، که چېرې ايران دا کار وکړ، نو د ورته اقدام په صورت کې به د امریکا له سختو فشارونو سره مخ شي.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي،‌ چې د روسیې او اوکراین جګړه لا هم ښه شدت دوام لري.

Back to top button