امريکا د افغانستان زلزله ځپليو سره مرسته اعلان کړه

امريکا د پکتیکا، خوست او پکتیا کې د زلزله ځپليو قربانيانو کورنيو سره د ۵۵ میلیونه ډالره بېړنۍ بشري‌مرستې اعلان کړه. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د پکتيکا، خوست او پکتيا زلزله ځپليو قربانيانو کورنيو سره د يوې  د زلزلې پېښېدو له ارزونې وروسته د ۵۵ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړه.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه مرسته به د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې له لارې، هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې وروستۍ طبيعي پېښو کې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

د رسنيو د معلوماتو له مخې، په سوېل ختیځ ولایتونو کې د شوې زلزلې له کبله تر زرو زیات کسان مړه او په سلګونه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د شوې زلزلې له کبله ۲ سوه زره کسان زیانمن شوي دي.

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې په راپور کې همداراز راغلي و، چې په دغه زلزله کې ۶۰زره کورنۍ زیانمنې شوي او ۴۰سلنه ماشومانو ته هم زیان رسېدلی دی.

د یادونې ده چې تر امریکا وړاندې چین، هند،‌ پاکستان، ایران او ځینو عرب هېوادونو هم افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو کورنیو سره مرستې کړي دي.

Back to top button