لوګر کې نامعلومو کسانو یو ټکسي چلونکی وژلی دی

تېر ماښام په لوګر ولایت کې نامعلومو وسله والو یو ټکسي چلونکی وژلی دی.

د معلوماتو له مخې، تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک کلي په پړاو سيمه کې يو سپینږیری ټکسي چلونکی د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د یادې سیمې اوسیدونکي وایي، چې وژل شوی ټکسي چلونکی ابراهيم نومېده او له هیچا سره یې شخصي دوښمني نه لرله.

هغوی زیاتوي، ابراهیم د خپل کور په شاوخوا کې په ډزو وژل شوی او وسله وال له سیمې څخه تښتېدلي دي.

په ورته مهال تېر مازدیګر د لوګر په مرکز اړوند التمور سیمه کې هم د خدای دوست په نوم یو کس د یادې سیمې د یوه بل اوسیدونکي له لوري په ډزو وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې دوه کسان د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوي وو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر امنیتي چارواکو د یادو پېښو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button