غور کې نامعلومو کسانو يو ځوان وژلى دى

په غور کې نامعلومو وسله والو کسانو یو ځوان وژلی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د غور د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د دغه ولایت په لعل وسرځنګل ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو کسانو یو ځوان وژلی دی.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځوان غلام رسول نومېږي او د لعل وسرځنګل ولسوالۍ د سیاچشمه کلي اصلي اوسېدونکی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې قتل په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو په تړاو یې څېړنې روانې دي، ترڅو د دې پېښې عاملین وپیژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

Back to top button