نامعلومو کسانو کابل کې یوه ډاکټره وژلې

نامعلومو کسان په کابل کې د شکریه الکوزۍ په نوم یوه ډاکټره وژلې ده.

په کابل کې د یوې ډاکټرې کورنۍ وايي، چې دغه مېرمنه ډاکټره څلور ورځې وړاندې د نامعلومو کسانو له لوري روغتون ته د ناروغانو د درملنې په پلمه غوښتل شوې وه، خو له تګ وروسته ورکه شوې وه. او څلور ورځې وروسته یې جسد د طالبانو له لوري په قصبه سیمې په ګلوبل ښارګوټي کې مندل شوی دی.

وژل شوې ډاکټره شکريه الکوزۍ نومېږي او خاوند یې وايي، چې هغې له هیچا سره شخصي دښمني نه لرله.

د شکریه الکوزۍ خاوند د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د مېرمنې د قتل عاملین یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

تر اوسه د وژل شوې ډاکټرې د قتل لامل نه دی معلوم شوی او طالب چارواکو هم د هغې د قتل په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button