ننګرهار کې نامعلومو وسله والو یو ۲۵ کلن ځوان په ډزو وژلی

پنجره ورځپاڼه: د ننګرهار ځايي رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو دوکاندار په ډزو وژلی دی.

سرچینې وایي، چې پېښه تېره ورځ د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اړوند «لنډه بوچ» سیمه کې رامنځه شوې ده.

سرچینه زیاتوي په یاده سیمه کې نامعلومو وسله والو د وکیل احمد په نامه پر یوه ۲۵ کلن ځوان چې دوکانداري یې کوله ډزې کړي، چې پرمهال یې نوموړیوژل شوی او د پېښې عاملین له سیمې تښتیدلي دي.

د سرچینو په وینا، وژل شوي کس شخصي دښمني نه لرله او کورنۍ یې هم نه پوهیږي چې هغه د چا له لوري او ولې وژل شوی دی؟

بلخوا په کامې ولسوالۍ کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button