خيبر پښتونخوا کې نامعلومو وسله‌والو شپږ پاکستاني پوليس وژلي

پاکستاني رسنۍ وايي، چې نن سهار د خيبر پښتونخوا لکي مروت سيمه کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا په یوه برید کې شپږ تنه پاکستاني پوليس وژل شوي دي. 

د دې سيمې د پوليسو يوه چارواکي رسنيو ته په خبرو کې ويلي، چې نامعلومو وسله والو د پوليسو د ګزمې پر موټر ډزې کړي او وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

هغه زياته کړې، چې د ډزو له کبله شپږ پاکستاني پوليس مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د دې بريد مسووليت تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي پر غاړه اخيستی.

دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې د دغه هېواد پر نظامیانو مسلسل بریدونه روان دي.

Back to top button