لوګر کې نامعلومو وسله والو څلور نانوایان وژلي

په لوګر کې نامعلومو وسله والو څلور تنه نانوایان وژلي دي.

ځایي اوسیدونکي وایي، چې تېره شپه د لوګر مرکز اړوند د ښاروال هوټل ته څېرمه د نامعلومو وسله والو له لوري څلور ډوډۍ پخونکي (نانوايان) په خپله هټۍ کې وژل شوي دي.

هغوی زیاتوي، چې په وژل شويو کسانو کې درې وروڼه او يو يې د تره زوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر چارواکو تر دې مهاله د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

Back to top button