نامعلومو وسله والو په فراه کې یو ځوان وژلی دی

پنجره ورځپاڼه: د فراه ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز کې، یو ځوان د نامعلومو وسله والو له لوري لومړی شکنجه او بیا وروسته وژلشوی دی.

یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې پنجره ورځپاڼې ویلي، چې دا ځوان تېره ورځ مازدیګرمهال (د غوایې په ۱۲مه) د فراه ولایت مرکز اړوند د(سنګزور) په سیمه کې وژل شوی دی.

ویل کېږي، چې ددغه ځوان له وژلو وروسته، وسله والو درې سوه زره افغانۍ نغدې او د هغه موبايل هم له ځانه سره وړي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، د ځوان نوم (محمد نعيم) دی او د فراه ولايت د پشت‌رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى و؛ تر اوسه د دې وژنې اصلي انګیزهنه ده روښانه شوې. طالبانو هم پېښه منلې، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې انکار کړی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې مرموزې وژنې زياتې شوې دي او تېره ورځ په لوګر ولايت کې هم يو ځوان ووژلشوی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button