ملګري ملتونه: افغانستان سره تر څنګ ولاړ يو

ملګري ملتونه وايي، افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي او هڅه کوي، چې دغه هېواد له دايمي سولې برخمن شي. 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تاشکند غونډې ته په خپل استول شوي غږيز پيغام کې ويلي، چې افغانستان د نړۍوالو بشري مرستو ته اړتيا لري او دوی يې تر څنګ ولاړ دي.

هغه همداراز ويلي، چې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه روانې ساتي او هڅه یې همدا ده، چې دغه هېواد له دايمي امن او ثبات برخمن شي.

نوموړي دغه راز ويلي، چې افغانان په يو بد وضعيت کې دي او په وينا يې، دغه هېواد کې بشري حقونه  جدي پالنې او ساتنې ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش  زياته کړې، چې له افغانستان سره د ښځو حقونو خوندي کولو، د دوی د زده کړو، بشري حقونو او همدارنګه په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پوره مرسته او دوامداره همکاري کوي.

د يادونې ده چې، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم افغانستان کې د روان بشري وضعيت په اړه خپګان څرګند کړی او دغه هېواد سره یې د بشري مرستو پر دوام ټينګار کړی دی.

Back to top button