ملګري ملتونه: د ۱۹ هېوادونو اړمنو خلکو سره ۲۵۰میلیونه ډالر مرسته کوو

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش تازه اعلان کړی، چې د دغه سازمان د عاجلو مرستو مرکزي صندوق د ۱۹ هېوادونو له اړمنو خلکو سره د مرستو په موخه ۲۵۰ ميلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

هغه همداراز ويلي چې دمګړۍ په درسته نړۍ کې ۳۳۹ ميليونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه وګړي د تېر ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۵سلنه زيات شوي دي.

 د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دغه پيسي به په افغانستان، بورکينافاسو او هايتي په شمول ۸ هېوادونو کې د څه باندې ۲۰ميليونه خلکو د لوږې ستونزې د حلولو او د چاد، پاکستان او سوډان په شمول ۱۱ هېوادونو کې د بشري فعاليتونو د پياوړتيا په چارو کې ولګول شي تر څو د غلودانو د ناخونديتوب او د اقليمي بدلون له اوږد مهاله بحرانونو سره مقابله وکړي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د روان بشري وضعيت په خاطر اندېښنې څرګندې کړې وې، چې تازه یې د ۱۹ هېوادونو اړمنو خلکو لپاره د مرستو اعلان وکړ.

ظاهر څراغ

Back to top button