ملګري ملتونه: د افغانستان وضعیت دردونکی دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د دغه سازمان مرستیالې امينې محمد د امنيت شورا په تازه جوړه شوې غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي دي، چې په دغه هېواد روان وضعيت ډېر دردونکی دی.

نوموړې ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو سازمان له واکمنو چارواکو سره خبرې کوي، څو له جنسیتي، مذهبي او قومي تبعیض پرته د ټولو افغانانو بشري حقونه خوندي کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر دې وړاندې هم د افغانستان په روان وضعيت اندېښنه ښودلې وه او له ټولو نړۍولو غوښتي وو، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

Back to top button