د ملګرو ملتونو وجهي صندوق طالبانو ته: پر ښځينه کارکوونکو د کار بنديز پرېکړه مو بېرته واخلئ

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق په يوه ټويټ پيغام کې له طالبانو غوښتي، چې د ښځينه کارکوونکو د کار بنديز پرېکړه دې بېرته واخلي.

دغه صندوق ليکلي چې د طالبانو پر چارواکو غږ کوي، څو له خيريه سازمانونو سره د ښځينه کارکوونکو د کار کولو بندیز پرېکړه دې بېرته واخلي او وينا د دوی چارې د ښځو پرته ناشوني دي.

یاد سازمان ويلي،ښځو ته باید اجازه ورکړل شي، چې دوی وکولای شي په افغانستان کې د خلکو ژوند ژغورنې کار ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې ګڼو نورو مرستندويه ادارو هم له طالبانو غوښتي، چې په کورنيو او بهرنيو غيردولتي مؤسسو کې د ښځينه کارکوونکو د کار بنديز پرېکړه بېرته واخلي.

Back to top button