ملګري ملتونه: روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ترټولو ستر ناورين تجربه کوي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، چې په ترکیه او سوریه کې له مرګونې زلزلې سره سره بیا هم افغانستان په ۲۰۲۳ کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال، رامز الکبروف تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د اقلیم بدلون، اقتصادي رکود او د بشري حقونو ننګونو افغانستان له یوه اندیښمن بشري ناورین سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو دې لوړپوړي چارواکي همداراز یادونه کړې، «مونږ په خواشینۍ سره وايو چې تر نن ورځې پورې مو د افغان نجونو د زده‌کړو د بیا پیل په تړاو هیله‌بښوونکی خبر نه دی لوستی.»

د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، چې د طالبانو د واکمنۍ په ۱۸ میاشتو کې ناخالص توليد ٣٥ سلنه کم شوى او د یو خوراک بيه ٣٠ سلنه لوړه شوې ده.

همداراز د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې دوره کې بېکاري څلویښت سلنه زیاته شوې او د خلکو ۷۵ سلنه عاید په ورځني خوراک مصرفېږي او د خلکو روحي او رواني حالت خراب دی.

د ويلو ده، چې په افغانستان کې خلکو سلګونه زره دندې له لاسه ورکړي او ۶۵ سلنه خلک بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

ظاهر څراغ

Back to top button