ملګري ملتونه: کارکوونکي به مو تر ۲۶ نورو ورځو دندو ته حاضر نه شي

پنجره ورځپاڼه: ملګرو ملتونو په افغانستان کې په خپلو ځینو ادارو کې د خپلو کارکوونکو د نه حاضرېدو نېټه تر ۲۶ نورو ورځو پورې غځولې ده.

د ملګرو ملتونو یوې سرچینې طلوع نیوز ټلویزیوني شبکې ته ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان ځينې کارکوونکي خپل کارونه به له کوره مخته یوسي. سرچینې زیاته کړې، چې اوس‌مهال د ملګرو ملتونو لږ شمېر کارکوونکي د اړینو کارونو د ترسراوي په موخه دندې ته حاضرېږي.

بلخوا خو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. بل خوا، د ملګرو ملتونو سرمنشي پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې د دغه بنسټ د چارو په ترسراوي کې د ښځو حضور یوه جدي اړتیا ده او د هغوی په حضور سره به د کار پایلې د رضایت وړ وي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي دي، چې د دغه سازمان په دفترونو کې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو پر کارکولو له بندیز وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو درې زرو درې سوه کارکوونکي په کور کېنول شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button