ملګري ملتونه: افغانستان کې لسګونو مؤسسو خپل فعالیتونه درولي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې تېره شپه ناوخته د يو ټويټ په خپرولو سره ويلي، چې افغانستان کې په غير دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بنديزونو له امله تر ۱۵۰ زياتو مؤسسو ۸۶ سلنه فعاليتونه يا کم شوي او يا بيخي په ټپه دریدلي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په غير دولتي مؤسسو کې د مېرمنو پر کار د بندیزونو له امله د مؤسسو د فعاليتونو په تړاو د خپلو ارزونو يو راپور خپور کړی او ويلي يې دي چې د لږو مؤسسو فعاليتونه د پخوا په څېر روان دي، خو د لویې برخې هغو فعاليتونه بيا په شديد ډول ټکني شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې زياته کړې، چې د ۱۵۱ مؤسسو ۸۶ سلنه فعاليتونه يا کم شوي او يا په بيخي ټپه ولاړ دي، چې په افغانستان کې یې د بشردوستانه مرستو د رسونې په برخه کې فعاليت درلود.

د يادې ادارې ارزونه څرګندوي، چې په افغانستان کې د مېرمنو تر رهبرۍ لاندې د فعالو مؤسسو له ډلې يوې مؤسسې خپل ۷۰ سلنه فعاليتونه بند کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې څه موده وړاندې طالبانو د يو مکتوب په خپرولو سره په ټولو غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بنديز پرېکړه اعلان کړه.

Back to top button