ملګري ملتونه: افغان ښځې او نجونې له عامه ژونده محرومې دي
پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره جوړ شوی نړیوال چوکاټ هم اغېزناک نه دی او بايد بدلون ومومي.
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو گوتریش تېره ورځ د ښځو په اړه د دغه سازمان په ۶۷م کمېسیون کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه بې برخې دي.
هغه ویلي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د ښځو چارو مشرې په دې وروستیو کې د چارواکو لپاره له څرګند پیغام سره افغانستان ته سفر وکړ.
د ده په خبره، د نړۍ د ښځو او نجونو لپاره جوړ شوی نړۍوال چوکاټ اغیزناک نه دی او باید بدلون ومومي. بلخوا طالبانو بيا تراوسه د ګوتريش د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.