ملګري ملتونه: د سوډان په جګړه ۲ سوه کسان وژل شوي 

پنجره ورځپاڼه: په سوډان کې د پوځ او یوې سیاسیون ډلې ترمنځ د واک په سر جګړه د دوشنبې په ورځ د درېیمې پرله پسې ورځې لپاره دوام درلود، چې له امله یې د ملګرو ملتونو د چارواکو په خبره، شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۸۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د نړۍوالو ګڼو هېوادونو او سازمانونو له لوري د اوربند لپاره د روانو هلوځلو سره سره، دواړو خواوو د جګړې بندولو ته تیاری نه دی ښودلی.

د پلازمینې خرطوم او ور څېرمه ښار اومدوران شاوخوا روانه جګړه د یکشنبې شپې راهیسې شدیده شوې چې جنګي الوتکې، درنې وسلې، توپونه او زغروالې موټرې پکې کارول کیږي. چارواکو ویلي په وژل شویو کسانو کې د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي هم شامل دي.

ظاهر څراغ 

Back to top button