لوګر کې نامعلومو وسله والو یو ځوان وژلی

لوګر کې نامعلومو وسله والو یو ځوان په ډزو وژلی دی.

تېر ماښام د لوګر ولایت مرکز اړوند حصارک سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د سیمې خلک وایي، چې ماښام مهال یو ځوان د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو او وسله وال له سیمې څخه په تېښته بریالي شول.

بل خوا د سیمې یو تن اوسیدونکی وایي، چې دا پېښه د شخصي دښمني له امله رامنځته شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ځایي چارواکو د دې پېښې په تړاو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button