یونیسف: غيردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز اړمنې کورنۍ سختو ننګونو سره مخ کړي

پنجره ورځپاڼه: يونيسف يا د ماشومانو د خوندیتوب نړۍواله اداره وايي، افغانستان کې د غيردولتي بنسټونو پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو پر هغو بې وزلو مېرمنو چې کونډې دي او یا کورنۍ یې نارینه سرپرست نه لري، پراخ اغیز کړی دی.

 دغه سازمان ویلي له دا ډول کورنیو سره د مرستې چاره سخته ټکنۍ شوې ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب صندوق یا یونیسف وايي افغان ماشومانو کې روان ساړه ژمي د ساتنګۍ ناروغي په کمساري ډول خپره کړې ده.

دغه اداره زياتوي، که څه هم په روغتیايي اډانه کې ځېنو ادارو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلې افغانې ښځینه کارکوونکې بیرته ور وغواړي خو له لویه سره د غيردولتي ادارو افغانې کارکوونکې لا هم پر کور ناستې او د طالبانو د بندیز له امله کار ته نه شي کولای.

دغه راز د ماشومانو د خوندیتوب نړۍوالې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي دغو بندیزونو د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې هغو بې وزلو کورنیو ته د مرستو رسول چارې سختې کړي چې کورنۍ کې نارینه سرپرست نه لري.

ظاهر څراغ

Back to top button