یونیسف جوزجان کې ښوونځي بیارغوي

یونیسف مؤسسه په جوزجان ولایت کې ۱۰۰ ښوونځي بیارغوي.

‏د ‎جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې د یونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۰ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول کېږي.

د هېواد په شمال زون کې د ‎یونیسف مؤسسې مسؤل احمد شاه عزیز یار وايي، چې د هر ښوونځي ودانۍ د بیا رغولو لپاره ۳۰۰۰ امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.

یاده مرستندویه مؤسسه له کلنو راهیسې په افغانستان کې د ښوونځیو تر څنګ په ګڼ شمېر نورو برخو کې هم همکاري کوي.

Back to top button