یونیسف: افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین چارې ښې پر مخ روانې دي

پنجره ورځپاڼه: یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، د شپږ نیمو میليونو افغان ماشومانو د پولیو واکسین ترسره کولو چارې ښې پرمخ روانې دي.

افغانستان کې د یونېسف د واکسین د پروګرام د عامه اړیکو د څانګې مسؤل وايي، ډېره مهمه ده چې افغان ماشومانو ته واکسین وشي ځکه لسګونه زرهداسې ماشومان شته چې په ژوند یې واکسین ورته نه‌ دی ترسره شوی.

دغه اداره وايي، د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کوچنیو ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ۲۳ ولایتونو کې دوام لري.

یاده اداره وايي، چې د پولیو د روان واکسیناسیون تر پای وروسته به معلومه شي چې دا وار له پلان شوې اندازې څومره ماشومانو ته واکسین لګول شوی.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په‌کې په بشپړه توګه نه‌ده له منځهتللې او د ماشومانو ژوند ګواښي.

ظاهر څراغ

Back to top button