يونيسف: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزئ

يونيسف يا د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، چې له زيات شمېر افغان نجونو سره يې ليدلي او په وينا یې هغوی زده‌کړو ته ډېره ليوالتيا ښودلې ده.

دغه څرګندونې د يادې ادارې د بهرنيو اړيکو مشرې ډامنيک ايزابیل هايد کړي. نوموړې څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلې وه او له ګڼ شمېر افغان نجونو سره يې ليدلي دي.

هغې ويلي او ټينګار يې کړی، چې د افغان نجونو پر مخ دې له شپږم ټولګي پورته د ټولو ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

له دې سره جوخت په افغانستان کې د یونیسف د اړیکو مشره، سېم مورټ هم ويلي، چې د ټولو افغان نجونو خپلوان او د کورنۍ غړي هیله لري، چې نجونې یې له زده کړو بې برخې نه شي او بايد د ښوونځيو دروازې يې پر مخ پرانيستل شي.

بلخوا بيا طالبان له يو کال راهيسي وايي، چې د نجونو ښوونځيو په تړاو يې کار روان کړی او ژر به يې دروازې پرانیستل شي، خو دا هغه خبرې دي، چې تراوسه یې عملي بڼه نه ده خپله کړې.

Back to top button