لوګر کې د یونیسف مؤسسې بېړنۍ مرسته

لوګر کې یونیسف مؤسسې د پر اړمنو کورنیو د بېړنیو مرستو د وېش پروګراو پیل کړی دی.

په لوګر مرکز پل علم کې د طالبانو د سرپرست حکومت د کلیو پراختیا ریاست په همغږۍ د ۵۲۸۱ کورنیو، په محمداغې ولسوالۍ کې پر ۳۹۴۵ کورنیو او په برکي برک ولسوالۍ کې د یونیسف مؤسسې له لوري په مستحقو اړمنو کورنیو د نغدي مرستو دریم قسط ووېشل شو.

په دې بېړني پروګرام کې هرې کورنۍ ته ۷۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې.

لوګر کې د یونیسف مؤسسې مسوولین وایي، چې د درېیم قسط د وېش بهیر یې په ازرې، خروار، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې د وېش لړۍ پیل او په مرکز کې ترسره شوی دی.

هغوی زیاتوي، چې له دې وروسته د لوګر په شپږو ولسوالیو کې به ۱۹۱۲۰ کورنیو ته ۳۲۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته په دریو قسطونو کې ورکړل شي.

Back to top button