
یونیسف: له محدودیتونو سره سره افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکوو
پنجره ورځپاڼه: یونیسف یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي فران اکیزا ویلي چې دا اداره په افغانستان کې د ښځوپر وړاندې د محدودیتونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي.
ښاغلي اکیزا یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې د نجونو د زدهکړو په هکله د طالبانو د مشرانو دریځ هم روښانه کړ او ویلي یې دي چې یو شمېرطالب وزیران او واليان د نجونو د زدهکړو کلک مخالفت کوي.
فران ایکزا د لومړنیو ښوونځیو پر اهمیت هم ټینګار وکړ، چې اوس مهال په ټول هیواد کې ۲.۵ میلیونه ښځینه زدهکوونکې زدهکړې کوي.
د هغه په وينا، پر زدهکړو بندیز نږدې يو ميليون نجونې اغېزمنې کړې او له حقه يې بې برخې کړې دي.
د ملګرو ملتونو دې لوړوپوړي چارواکي تېره پنجشنبه په نیویارک ښار کې د خبریالانو یوې ناستې ته ویلي و، چې د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه وګړي دبېوزلۍ په څنډه کې دي او ماشومان یې ترټولو دروند بار پر اوږو وړي.
برسېره پردې، اټکل کیږي چې ۸۴۰۰۰۰ امیندواره میرمنې او د شیدو ورکوونکې میندې به په سخته خوارځواکۍ اخته وي، چې د دوی وړتیا سره موافقتکوي چې خپلو ماشومانو ته د ژوند غوره پیل ورکړي.
اکیزا زیاته کړې چې که څه هم جګړه په پراخه کچه بنده شوې، د لسیزو جګړو دا مانا لري چې د ماشومانو حقونه هره ورځ تر پښو لاندې کیږي.