یونیسف: سړې هوا او ناروغیو په یوه میاشت کې سلګونه افغان ماشومان وژلي 

پنجره ورځپاڼه: يونيسف يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق وایي، په افغانستان کې ژمي د دغه هېواد تر ټولو زیان منونکې طبقې ته په وحشیانه ډول زیان رسولی دی.

یونیسف په يوه تازه ټويټ کې ویلي، چې د روان کال د ژمي په یوه میاشت کې په افغانستان کې سلګونه ماشومان د سړې هوا او موسمي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق د معلوماتو له پر اساس، دغه شمېر ماشومان د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې په ټول افغانستان کې مړه شوي دي. خو دغې ادارې په افغانستان کې د مړو شویو ماشومانو کره شمېر نه دی روښانه کړی.

له دې سره جوخت ياد سازمان وايي، چې په تېرو څو اوونيو کې يې تر شپږ زرو جوړو زياتې جامې ماشومانو ته ورکړي او په ورته وخت کې يې په څه باندې څوارلس زره کورنيو نقدي پیسې وېشلي دي.

تر دې وړاندې هم ګڼو نورو مرستندويه ادارو د روان يخ ژمي او ناوړه اقتصادي وضعيت له امله د افغان ماشومانو پر ژوند اندېښنه څرګنده کړې ده.

ظاهر څراغ

Back to top button