یونیسف: ماشومان د افغانستان د روان ناورین ترټولو دروند بار پر اوږو اوړي

پنجره ورځپاڼه: یونیسف یا د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومان د ملاتړ صندوق  استازې فران اکیزا ویلي، چې د افغانستان ٩٠ سلنه خلک له ناورین سرهمخ دي او ماشومان ددغه ناورین ترټولو دروند بار پر اوږو وړي.

هغې دا څرګندونې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د یوې خبري ناستې کې کړي. دغه راز مېرمن اکیزا یو ځل بیا د افغانستان دوضعیت د خرابوالي په هکله ګواښ کړی.

د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومانو ملاتړ صندوق استازې څرګنده کړې،« سره له دې چې جګړه تر یوې کچې درېدلې ده؛ خو د لسګونو کلونو جګړې پهدې مانا ده چې هره ورځ د ماشومانو حقوق نقض شياکیزا په افغانستان کې وضعیت کړکېچن ښودلی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له بشري ناورینسره مخ دی.

اکیزا ویلي، افغان ماشومان د لوږې سره د مبارزې لپاره اړ کیږي، چې له جګړه ځپلو سیمو نه، اوسپنیز توکي راټول او وپلوري.

د ملګرو ملتونو سازمان ددغه چارواکي په وینا، په افغانستان کې ١.٦ میلیونه ماشومان چې ډېری یې یوازې د شپږو کلونو په عمر دي، له ګواښ نه په ډکوشرایطو کې کار کوي.

نوموړې دغه راز ګواښ کړی، چې په روان زېږدیز کال کې به، نږدې ٢.٣ میلیون هلکان او افغان نجونې، له خوارځواکۍ سره مخ شي.

په همدې حال کې دې مېرمنې ویلي دي چې د دې ترڅنګ، کېدای شي ٨٤٠ زره امیندواره میندې له خوارځواکي سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، بې وزلي زیاته شوې او ورځ تربلې د سوالګرو او کارګرو ماشومانو په شمېر کېزیاتوالی راځي. په دې اړه مرسته کوونکو سازمانونو هم په ځلونو سخته اندیښنه څرګنده کړې ده.

خبریال: ظاهر څراغ

Back to top button