یونیسف: نجونو ته اجازه ورکړئ، چې زده کړې وکړي

 

پنجره_ورځپاڼه: د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف د طالبانو هغه پرېکړه خواشینوونکې بللې چې، یو وار بیا یې نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نه‌ده ورکړې.

یونیسف تېره ورځ په یوه بیان کې یو ځل بیا د طالبانو پر چارواکو غږ کړی، چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي.

د یونیسف په وینا، د طالبانو دا ناروا پرېکړه د دې سبب شوې، چې څه باندې د یو ملیون نجونو خوبونه په اوبو لاهو شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له حضور پرته پیل شو.

یونېسف وايي، په افغانستان کې نجونې څه باندې درې کاله کېږي، چې له تعلیم بې‌برخې دي، چې لومړی د کرونا وبا له کبله او نږدې دوه کاله نور د طالبانو د بندیزونو له کبله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما یو وار بیا د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي.

یوناما تېره ورځ سه‌شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دوی پر افغانستان له واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د ټولو تبعیضي پالیسیو په شا شي.

یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، دا دویم کال دی چې افغان نجونې د زده‌کړې له اساسي حق بې‌برخې کېږي.

دغې ادارې لیکلي، دا اقدام د ملیونونو نجونو خوبونه او هیلې په اوبو لاهو کوي، دغه راز افغانستان له نورې بې‌وزلۍ او زیانونو سره مخامخوي.ځینو نورو نړۍوالو سازمانونو هم د طالبانو تازه پرېکړه غندلې خو د دې ډلې په وړاندې یې د کوم جدي اقدام خبره نه‌ده کړې.

ظاهر څراغ

Back to top button