یونسکو: افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو راګرځول هیچاته د منلو وړ نه ده

پنجره ورځپاڼه: یونیسکو يا د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي اداره وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو ګډون نږدې شل سلنه زیات شوی و خو نن ورځ دوی اجازه نه‌ لري، څو په دغه هېواد کې لوړې زده‌کړې وکړي او دا د طالبانو دا کړنه هيچاته ته د منلو وړ نه‌ده.

دغې ادارې دا تازه څرګندونې د زده‌کړې د نړۍوالې ورځې په مناسبت کړي او له ټولې نړۍ یې غوښتنه کړې چې راځئ له دې ورځې سره یو ځای شئ او په لوړ غږ او واضح دا خبره وکړئ، چې پرېږدئ او اجازه ورکړئ، څو افغان نجونې زده‌کړې وکړي.

 یونیسکو ویلي، چې د زده‌کړې سږنۍ نړۍواله ورځ یې چې سبا د جنوري ۲۴مه ده، د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې موضوع ته ځانګړې کړې ترڅو د نړۍوالو پام دغې ستونزې ته راجلب کړي.

Back to top button